ایکنانیوز د شاهد الان له قوله راپور راکوي، دا سیالۍ د تایلینډ د شیخ الاسلام دفتر او د بانکوک د اسلامي کلتوري مرکز په ملګرتیا سره د تایلیند له ګوټ ګوټ څخه د هغو ګڼ شمېر ښځو او نارینه ؤ ګډون کوونکو په شتون کې جوړې شوي چې شمېر ئې له ۳۰۰ زیات و.
د بانکوک «میرئټ» هوټل د دغو سیاليو کوربه و او د تایلینډ چارواکي، عربي او اسلامي هېوادونو سفیران او ځینې د تایلینډ سیاسي او اسلامي شخصیتونه د دغو سیاليو په پاي کې په پایزې غونډې کې ګډون وکړ.
دا سیالۍ د جمعې په ورځ د وږي یا سنبلې د میاشتې په ۲۰ حتی تایلینډي مسلمانان د قرآن کریم حفظ ته هڅوي او په دې برخې کې د سیالۍ فضا رامینځته کول د دغې پېښې د جوړولو موخه وه.
د تایلینډ چارواکو په اختتامي غونډې کې په خپلو خبرو کې، د سعودي عربستان د اسلامي فعالیتونو او قرآني حافضانو د ملاتړ په هڅو کې د مننې تر څنګ، ټینګار وکړ: سعودي عربستان د میڼځ پلویتوب پیاوړي کولو او اسلام او مسلمانانو ته په خدمت کې له لومړنیو هېوادونو دی.
د سیاليو کې په پاي کې جایزې او یادګاري شیان غوره ګډون کوونکو ته ورکړل شول او ګډون کوونکو سره یو ځای عکسونه اخیستل شول.
https://iqna.ir/fa/news/4304710